د المان څخه په جزوي توګه د امريكائي ځواكونو د وتلو اعلان وكړے شو

واشنګټن 16 جون (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ په المان كښې د امريكائي ځواكونو په شمېره كښې د كمي كولو اعلان كړے او تور ئې لګولے چې د المان حكومت د ناټو له مخې د خپلو مالي ذمه وارو په پوره كولو كښې پاتې راغلے۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د نهې په ورځ د امريكې اولس مشر ټرمپ په سپينه ماڼې كښې مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل مونږ د المان حفاظت كوو او هغه د خپلو ذمه وارو نه غفلت كوي كومه چې مناسبه خبره نه ده ځٍكه مونږ په المان كښې د خپلو عسكرو شمېره كمولو سره 25000 ته راولو