نوې ډيلې 16 جون (اے پي پي) د چين او هند په پوله نښتو كښې د هند درې عسكر وژلې شوي. د نړيوالې مېډيا له مخې د هندي پوځ وياند د نهې په ورځ د نښتو تصديق كولو سره ووئيل تېره شپه د نښتو په مهال يو آفسر او دوه عسكر وژلې شوي . د هند چارواكو وئيلي دي د چين او هند په پوله د تېرو څو اونيو نه حالات ډېر كړكېچن دي او دواړو هېوادونو خپل د زرګونو په شمېر عسكر په ځائ كړي. له بلې خوا د چين د خارجه وزارت وياند وئيلي دي د هند عسكرو د ګل په ورځ دوه ځله د پولې نه د راتېرېدو هڅه كړې او په دې مهال نښته شوې ده