هند د كورونا وائرس ځپليو هېوادونو كښې په څلورم لمبر دے

واشنګټن 16 جون (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره81 لكهه څخه زیاته شوي دغسې د كورونا له امله د مړو شميره 4 لكهه 39 زره څخه زياته شوې ده ۔د نهې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې امریكا د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے هيواد دے چرته چې د وائرس له امله تر اوسه 118283كسان مړه شوي، امریكا كښې په مجموعی توګه د كورونا وائرس ځپليو شميره2182950 ده ۔ برازیل په نړۍ كښې د ځپليو او مړو شميرې په حساب په دويم لمبر دے۔ برازیل كښې د ځپليو شميره 891556 ده دغسې هيواد كښې 44118 كسان مړه شوي۔ برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 20647 نوي كیسو رامخې ته شوي، دې سره هيواد كښې د ځپليو شميره 891556 ته رسيدلې ده۔ برازیل د روغتيا وزارت له مخې په دې مهال نور 627 كسان مړه شوي۔ روس كښې د كورونا وائرس له امله 7,081 كسان مړه شوي دغسې د ځپليو شميره 536,484 ده۔بيلو هيوادونو كښې د وائرس له امله تر اوسه 439,204 كسان مړه شوي دغسې په مجموعی توګه 8,118,908 كسان ځپلې شوي چې پكښې فعاله رنځوران 3,448,036 دي