د روغتيا نړيوالې ادارې بیجنګ كښې د كورونا كيسونو په رامخې ته كيدو اندېښنه څرګنده كړه

بیجنګ 16 جون (اے پی پی) د چین پايه تخت بیجنګ كښې د كورونا وائرس نور ځائي 27 او 8 امپورټډ كیسونه راپور شوي ،د روغتيا نړيوالې ادارې بیجنګ كښې د كورونا نوو كيسونو په رامخې ته كيدو د تشویش څرګندونه كړې ده۔ تفصیلات له مخې بیجنګ كښې ټیسټ او ټریسنګ عمل په مهال په ځائې توګه منتقل شوي د كورونا وائرس نور 27كیسونه راپور شوي او دې نه پس بیجنګ كښې د كورونا مجموعي كيسونو شميره 106 ته رسيدلې ده، د بیجنګ سټی انظامیې ګېر چاپېره 30كمینیوټیز كښې لاك ډاؤن كړے چرته چې د ګڼو وګرو د كورونا ټیسټنګ او ټریسنګ عمل هم پيل شوے۔د نهې په ورځ بیجنګ انتظامیې د ښار شیچنګ ضلع كښې يو بل لوي هول سیل ماركیټ تیان تاؤ هونګیان هم بند كړے چرته چې يو كار كونكې ملازم كښې د كورونا تصدیق شوے ۔ ياد شوي ماركیټ سره اړخونو ته رهائشی سيمې هم لاك ډاؤن كړې شوي۔ بلخوا د چین نیشنل هیلتھ كمیشن هیبی صوبه كښې په ځائې توګه د منتقل شوو د كورونا څلورو نوو كيسونو تصدیق كړے ،دغسې سوئيلي لويديز سیچوان صوبه كښې هم يو كيس رامخې ته شوے۔بلخوا د ډبليو اېچ او ډائریكټر مائیك ریان خپل يو بيان كښې په بیجنګ كښې د كورونا مجموعي كيسونو په رامخې ته كيدو د تشويش څرګندونه كړې ده