هاكی اولیمپیئنز د پاكستان هاكۍ ټيم پخواني ګول كیپر جهانګیر بټ په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) اولیمپیئنز راؤ سلیم ناظم، نوید عالم، خالدبشیر، رشیدالحسن او منظور الحسن د پاكستان هاكی ټيم پخواني ګول كیپر جهانګیر بټ په مړينه د افسوس څرګندونه كړې ده او دعا ئې كړې چې لوي څښتن ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ دوي ووئيل د ارواښاد د هاكۍ ودې له خذمات به تل له ياد ساتلے شي