افغان صدراشرف غنی د قطر خاص استازي سره وليدل

كابل 16 جون (اے پی پی)د افغانستان صدر محمد اشرف غنی د قطر خاص استازي سره ملاقات كښې دوحه كښې د بین الافغان مذاكراتو كولو په اړه مشاورت كړے۔ د خبر رسنې ادارې راپور له مخې افغان دولت او د طالبان نمائندګانو ترمينځه بین الافغان مذاكرات دوه اوونۍ پس دوحه كښې كيږي۔ بلخوا د افغانستان د قامی سلامتی كونسل وياند جاوید فیصل ووئيل طالبانو تشدد نه دې كم كړے بلكه نور ئې هم زيات كړے۔ افغان دولت اعلان كړے چې تر اوسه درې زره طالبان بنديوانان خوشې كړې شوي خو طالبانو وئيلي دي د دې كسانو خوشې كولو باوجود د بنديوانو شميره كمه شوې ده