بیجنګ 16 جون (اے پی پی) د چین د خارجه وزارت وياند هوا چون اینګ وئيلي دي صدر شی جن پنګ به (نن) د شورو په ورځ بیجنګ كښې د چین ۔ افریقې د يووالي او د وبا مخ نيوي په اړه خاص كنفرنس كوربتوب او خطاب كوي۔ د چین راډیو له مخې دا كنفرنس د چین او افریقی یونین موجوده چیئرمین د جنوبی افریقې او چین ۔ افریقې مرستې فورم شریك چیئرمین ملك سینیګال په تجویز كيږي دغسې كنفرنس به د ويډيو لنك د لارې كولے شي۔ د افریقې هيوادونو مهم لارښود ، افریقائي يونين كنفرنس كښې به د بیورو غړي، افریقه كښې د مهمو سيمه ايزو تنظیمونو مشران او د افریقې یونین كمیشن اعلیٰ عهدیدار ګډون كوي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر او ډبليو اېچ ډائریكټر جنرل به د خاص ميلمه په حېث ګډون كوي