ملګري ملتونه ۔ 16جون (اے پی پی) د ملګرو ملتونو وياند وئيلي دي پاكستان كښی كروندګرو ته د قحطې ملخانو بريدونو زيات زيان رسولے۔ د ګرمۍ په آخر كښې لا زيان هم رامخې ته كېدے شي۔ په باقاعده بريفنګ كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې د نړيوالې ادارې دوهم وياند فرحان عزيز حق ووئيل فوډ اېنډ اېګریکلچر آرګنائزېشن د قحطې ملخانو څارنې او په دغه قابو موندلو له د …
پاكستان كښی كروندګرو ته قحطې ملخانو زيات زيان رسولے۔ د ګرمۍ په آخر كښې لا زيان هم رامخې ته كېدے شي۔ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔ 16جون (اے پی پی) د ملګرو ملتونو وياند وئيلي دي پاكستان كښی كروندګرو ته د قحطې ملخانو بريدونو زيات زيان رسولے۔ د ګرمۍ په آخر كښې لا زيان هم رامخې ته كېدے شي۔ په باقاعده بريفنګ كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې د نړيوالې ادارې دوهم وياند فرحان عزيز حق ووئيل فوډ اېنډ اېګریکلچر آرګنائزېشن د قحطې ملخانو څارنې او په دغه قابو موندلو له د پاكستان حكومت ته تكنيكي مشورې وركوي او ورسره مرسته كوي۔ ده ووئيل اېف اے او د ورلډ فوډ پروګرام (ډبلیو اېف پی) شراکت دار حكومت سره په ګډه د زياتو ځپلو شوو ضلعو جاج اخلي كومې چې تېرو 18 مياشتو كښې وچ كالۍ او د سېلاب په شمول نورو مسئلو او اوس اوس يخنۍ او كووېډ 19 سره مخ پاتې شوي۔







