ویلنګټن 16 جون (اے پی پی) نیوزی لینډ كښې په تيرو 24 ورځو كښې دوه نوي د كورونا وائرس كيسونه رامخې ته شوي خو دغه دواړه كسان د برتانیې څخه نیوزی لینډ ته راغلي او په هغې كښې يو كس له آخری رسومات كښې ګډون له نیوزی لینډ ته د راتللو په خاص توګه اجازه وركړې شوي وه۔ د برتانيې نشریاتی ادارې راپور له مخې د نیوزی لینډ حكومت تيره …
نیوزی لینډ كښې 24 ورځې پس د كورونا وائرس دوه نوي كیسونه رامخې ته شول

مزید خبریں
ویلنګټن 16 جون (اے پی پی) نیوزی لینډ كښې په تيرو 24 ورځو كښې دوه نوي د كورونا وائرس كيسونه رامخې ته شوي خو دغه دواړه كسان د برتانیې څخه نیوزی لینډ ته راغلي او په هغې كښې يو كس له آخری رسومات كښې ګډون له نیوزی لینډ ته د راتللو په خاص توګه اجازه وركړې شوي وه۔ د برتانيې نشریاتی ادارې راپور له مخې د نیوزی لینډ حكومت تيره اونۍ هيواد د كورونا وائرس وبا څخه پاك ګرځولے او د دې وبا خپريدو مخ نيوي له ئې ټول بنديزونه پورته كړي او د اولسي غونډو كولو اجازه ئې وركړې وه خو بهر هيوادونو څخه په راتلوونكو كسانو سخت بنديز دے او يواځې د نیوزی لینډ وګړو ته او زيات حاجتمندو كارمندانو ته هيواد ته د راتللو اجازه شته ۔هيواد ته د راتلوونكو كسانو به لازمي د كورونا ټيسټ كولے شي او دوه اوونۍ به قرنطینه كښې پاتې كيږي







