اسلام آباد 09 فروري(اے پي پي) د پاكستان او نيدر لينډ ترمينځه د كلنه دوه اړخيزه سياسي مشاورت دوهم پړاؤ د زيارت په ورځ خارجه دفتر كښې تر سره شو۔دوهم سېكتر ظهير اے جنجوعه د پاكستان او د نيدر لينډ خارجه چارو وزارت ډائرېكټر آندرے هاسپلز د خپلو هېوادونو نمائندګي كوله۔د خارجه دفتر وياند له مخې ډلو د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست او دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو او …
د پاكستان او نيدر لينډ ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت دوهم پړاو
اسلام آباد 09 فروري(اے پي پي) د پاكستان او نيدر لينډ ترمينځه د كلنه دوه اړخيزه سياسي مشاورت دوهم پړاؤ د زيارت په ورځ خارجه دفتر كښې تر سره شو۔دوهم سېكتر ظهير اے جنجوعه د پاكستان او د نيدر لينډ خارجه چارو وزارت ډائرېكټر آندرے هاسپلز د خپلو هېوادونو نمائندګي كوله۔د خارجه دفتر وياند له مخې ډلو د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست او دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو او په خاص توګه د تجارت او سرمايه كارۍ په موخو تفصيلي بحث وشو۔د غونډې په مهال په نړيوالو چارو او د شريكې خوښې مشستې پشمول په سيمه كښې د امن او سلامتيا په اړه په ځينو چارو خبرې وشوې۔وياند له مخې د نيدرلينډ پلاوي د خارجه صلاحكار سرتاج عزيز سره هم ملاقات وكړو۔خارجه صلاحكار ووئيل پاكستان د نيدر لينډ سره اړيكې مهمې ګڼي۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ده پلاوي له د اولسي ښېګړو٬امنيت او د توان په بحران قابو موندلو او د اقتصادي اصلاحاتو په اړه د حكومتي پالېسو په حقله بريفنګ وركړو۔پلاوي د امن وضعې ښه والي له حكومتي ګامونه وستائېل۔پلاوي له په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو ناوړې وضعې په اړه هم بريفنګ وركړې شو











