چلي كښې د کرونا وائرس د رنځورانو شمېره 174293 ته ورسېده

سينتياګو 15 جون (اے پي پي) چلي كښې د کرونا وائرس د رنځورانو شمېره 174293 ته رسېدلې ده۔ د ګل په ورځ د امرېكې ميډيا له مخئ په چلي كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شمېره 3323 ته رسېدلې ده۔ د چلي د صحت چارواكو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كرونا وائرس 6938 نوي كېسونه رامخې ته شوي او 222 نور كسان مړه شوي۔ چارواكو له مخې دا مهال 1465 رنځوران په وېنټيليټرز دي چې پكښې د 399 كسانو حالت اندېښمن دے