د روسيه خارجه وزير د تركيه دوره وځنډوله

ماسکو 15 جون (اے پي پي) د روسيه خارجه وزيرسرګئۍ لاوروف ٬ د دفاع وزير سرګے شوئے ګو او د روس د پوځي او سلامتيا چارواكو پشمول پلاوي د تركيه دوره ځنډولې ده۔ د ترکيه د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي تحريري بيان له مخې خارجه وزير ميولود چاوش اولو د روسيه خپل همڅنګ سرګئۍ لاوروف سره ټېلي فوني خبرې كړې دي۔ د خبرو اترو په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نائب خارجه وزيرانو ترمېنځه د خبرو اترو په بل پراؤ كښې د جاري ساتلو پرېكړه شوې ٬ خو د خارجه وزيرانو ترمېنځه متوقع ملاقات تر بلې نېټي د ځنډولو پرېكړې شوې ده