ریوډی جنیرو 15 جون (اے پی پی) برازیل كښې د کورونا وائرس له امله د مړو شميره تندۍ سره زياتيږي، هيواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 43 زره څخه زياته شوې ده ۔د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې برازیل كښې د کورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعی توګه 43389 كسان مړه شوي۔ د جان هاپکنز يونېورسټۍ شميرې له مخې برازیل د کورونا وائرس له امله نړۍ كښې تر ټولو زيات ځپلې شوو هيوادونو كښې د امریکې نه پس په دويم لمبر دے۔ برازیل كښې د کورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 867882 ته رسيدلې ده