ملګري ملتونه 15 جون (اے پی پی) ملګرو ملتونو وئېلي دي د کورونا وائرس له امله د مزل بنديز په سبب په ټوله نړۍ كښې د بحري بيړيو 20 لکهه اهلكارو د څو مياشتو راهسې په سمندر كښې ژوند كوي ۔ ملګرو ملتونو په هيوادونو زور راوړے چې د يادو شوو اهلكارو بندرځايونو ته رسولو له مرسته وكړي۔يو بيان كښې وئيلي شوي د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونیو ګْتیریس په ټوله نړۍ كښې د بحری بيړيو عملې ته په پيښو ستونزو تشویش لري۔ ده ټولو هيوادونو ته وئيلي دي چې د ګهيرې شوې عملې راستنولو اجازه وركړي۔ملګرو ملتونو وئيلي دي د بحري لارې د صنعتې الات ٬ طبّی سامان او د خوراك څښاك څېزونو پشمول 80 فیصده تجارت تر سره کېږي