د كراټے قامي لوبډلې كوچ شاه محمد شان آن لائن انترنېشنل کراټے (کاتا) مقابله كښې په غوره كاركردګۍ شاه نور حسېن اوشاهده عباسي له مباركي وركړه

پېنډۍ ۔ 15 جون (اے پی پی) د كراټے قامي لوبډلې كوچ شاه محمد شان وئيلي دي آن لائن انټرنېشنل کراټے (کاتا) مقابله كښې پاكستانو لوبغاړو د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره مېنز ایونټ كښې اولنې او وېمنز ایونټ كښې درېم پوزيشن ترلاسه كړے۔ اے پي پي سره خبرو كښی ده ووئيل په ايران كښې دې آن لائن مقابلو كښې د نړۍ 300 نه زياتو لوبغاړو برخه اغستې۔ د پاكستان نمائندګي شاه نور حسېن او شاهده عباسي كوله او دواړو د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره اعزازونه ترلاسه كړي ۔ مېنز انډر 21 مقابلو كښې شاه نور حسېن اولنے او وېمنز انډر 25 مقابلو كښې شاهده عباسي درېم پوزيشن ترلاسه كړے۔ ده په دې كاميابۍ فېډرېشن او لوبغاړو له مباركي وركړې ده