اسلام آباد ۔ 14 جون (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې او محصولاتو خاص مرستيال ډاكټر عبد الحفيظ شېخ وئيلي دي وفاقي بجټ كښې حكومت سختې پرېكړې وكړې۔ د سركاري ملازمونو تنخاګانو كښې اضافه نه كول سخته پرېكړه ولې د وخت تقاضا وه۔ وفاق د محدود وسائلو او مسائلو باوجود د نوي مالي كال په بجټ كښې كوم ټېكس و نه لګولو۔ بجټ كښې په 1623 ټېرف لائنز ډ ډيوټۍ شرح ختم كړې شوې ده۔ د كورونا وائرس وباﺀ صورتحال غېر يقيني دې۔ كه ددې شدت كښې اضافه كېږي نو په دې صورت كښې حكومت به د مهمو هدفونو دوبار جاج اخلي۔ په اخراجاتو كښې د كمۍ عمل د ټولو لپاره دې۔ ، د صدر او وزيراعظم هاؤس خرڅونه هم كم كړې شوي دي۔ په اولني ځل پار پبلک فنانس منېجمنټ ایکټ د بجټ برخه جوړ كړې شوې۔ سټېټ بانك ته مو خپلواكي وركړې۔ حكومت په مانيټري پالېسي كمېټۍ هم نه اثر انداز كېږي۔ د اتوار په ورځ نټ شېلز آن لائن كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل موجوده حكومت اولنۍ ورځې نه ستونزو سره مخ دې۔ دې سره حساب جاريه خاسره20 اربه روپو څخه كمېدو سره 3 اربه روپۍ شوې۔ دې ووئيل حكومت برآمداتو كښی اضافې لپاره د اقدامات ترسېوري لاندې د ري فنډز په مد كښې د 253 اربه روپو ادائيګي كړې ده كومه چې يو ريكارډ دے۔ ده ووئيل حكومت د ټولنې غريب او بې وزله اولس له بېل كړې شوې بجټ 100 اربه نه زياتېدو سره 192 اربه كړې شو۔ده ووئيل كورونا وائرس سره د پاكستان معيشت ته د 3000 اربه روپو نقصان رسېدلې دې۔ دغسې د اېف بي آر د ټېكس محصولاتو كمي سره مخ يؤ۔ ۔حفیظ شېخ ووئيل د كورونا وائرس وباﺀ اثرات كمولو له حكومت د 1240 اربه روپو د مرستې پېكج جوړوؤ۔ ده ووئيل د كركيلې او يوټېلېټي سټورز لپاره د 50 ٬ 50 اربه روپو فنډز بېل كړي دي۔ ده ووئيل حكومت كښې 4000 محصولات څخه 60 فيصد صوبو ته ځي۔ وفاق ته 1300 او 1350 اربه روپۍ ملاوېږي۔ ده ووئيل حكومت له د 2700 اربه روپو قرضې واپس كول دي۔ د تعميراتو په څانګه كښې به بشپړ مراعاتي پېكج اعلان كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په خرڅونو كښې د كمي عمل ټولو لپاره شوې دې۔ده ووئيل موجوده حكومت په اولني ځل پار پبلك فنانس منېجمنټ د يو اېكټ برخه جوړه كړې ده۔ حکومت سټېټ بانك ته خودمختاري وركړې ده۔ ټېكس وصولۍ كښې د سختي كولو په اړه ده ووئيل حكومت د مراعاتو او ترغيبات د لارې ټېكس وصوليو او د ټېكس دائره كار پراخا كولو له كار كوي۔ تېر كال د ټېكس وركوؤنكو شمېره 18 لكه نه زياتولو سره 25 لكه ته رسولې شوې وه۔ ده ووئيل حكومت د اېف بي آر او نادرا ترمينځھ رابطه هم زياتوي۔ په دې لړ كښې نړيوال بانك سره د اټومېشن په يو پراجېكټ كار كېږي۔ ده ووئيل د كورونا وائرس وباﺀ صورتحال غېر يقيني دې۔ كه ددې شدت كښې اضافه وشوه نو حكومت به په دې صورت كښی د مهمو هدفونو بيا جاج اخلي