په صداتي ټاكنو كښې زما ناكامي به هېواد لپاره د افسوس وړ وي. اولس مشر ټرمپ

واشنګټن 14 جون (اے پي پي) د امريٍكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې د كال 2020م په صداتي ټاكنو كښې د ده ناكامي به هېواد لپاره د افسوس وړ وي. د امريٍكې خبر رسنې ادارې له مخې اولس مشر ټرمپ په فوكس نيوز د هېواد د اېجنډې په اړه د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل چې په صداتي ټاكنو كښې زما ناكامي به امريكې لپاره د افسوس وړ وي. له بلې خوا پخواني نائب صدر او د ډيموكرېټك ګوند صدارتي كانديد جوبائيډن وئيلي دي چې ټرمپ به په نومبر كښې د درغلې كولو هڅه كوي او كه ټرمپ خپله ماتې ونه منله نو پوځ به ئې د سپينې ماڼې به وباسي.