وزیراعظم عمران خان سره د پنجاب د هائر اېجوكېشن وزير راجه ياسر همايون سرفراز ملاقات ٬ په پنجاب یونیورسټی روډ میپ د عملدرآمد اقدامات څخه ئې خبر كړو

اسلام آباد ۔ 13 جون (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د پنجاب د هائر اېجوكېشن وزير راجه ياسر همايون سرفراز د خالي په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري كړې شوي بيان له مخې ملاقات كښې راجه ياسر همايون سرفراز وزيراعظم په پنجاب یونیورسټی روډ میپ د عملدرآمد اقدامات څخه خبر كړو او د كورونا وائرس وباﺀ په مهال ئې هم د تعليم ودې په لړ كښې د ګامونو جاري ساتلو له د خپل عزم پخلې وكړو