د ناسا د راتلونكي خلائي مشن مشري به مېرمن كوي

واشنګټن 13 جون (اے پي پي) د امريكې خلائي ادارې ناسا د راتلونكي خلائي مشن مشري د كېتهي ليوډرز په نوم يوې مېرمنې ته ورپغاړه كړې ده. دا وړومبې موقع ده چې د كوم خلائي مشن مشرې لپاره يوه مېرمن ټاكل شوې. د ناسا مشر جم برېډنسټائن دا خبره د تېره شپه په خپل ټويټ كښې كړې. د ناسا راتلونكي انساني خلائي مشن به په كال 2024م كښې خلا ته ځي او د دې نه به دوه خلا باز د سپوږمۍ په پلو لېږلې شي. د كاميابې په صورت كښې به د انسان په تاريخ كښې په وړومبي ځل كومه مېرمن په سپوږمۍ قدم كېږدي