جنیوا 12 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو لخوا د جاري شوي بيان له مخې د کرونا وبا د لكهونو په شمېر كوچنيان په كم عمرۍ كښې په مشقت مجبورولې شي۔ د برتانيې خبري اژانس سره د خبرو په مهال د نړيوال لېبر آرګنائزېشن (آئي اېل او) ډائرېكټر جنرل ګائے رائیډر ووئيل کرونا وائرس څخه د رامخې ته شوې معاشي بدحالۍ په سوب ډېر خَلق د خپلو ماشومانو د مزدورۍ سهارا اخستې شي۔ ده ووئيل د بحران په وخت معاشرتي تحفظ زيات ضرورې دے۔د كوچنيانو په استحصال كښې د اضافې لاره نيولو لپاره ملګرو ملتونو حكومتونو څخه غوښتنه كړې چې ھغٶي د كوچنيانو د مزدورۍ اندېښنې په قانون سازۍ كښې ضم كړي لكه تعلیم ، د مزدورۍ منډۍ او د بشري حقونو تحفظ په اړه پاليسۍ