سډني 12 جون (اے پي پي) د آسټراليا چيف مېډيكل آفيسر برېنډن مرفي وئيلي دي د آسټراليا په ځينو برخو كښې مو كورونا وائرس په موثره توګه ختم كړے. د برتانوي مېډيا له مخې د آسټراليا چيف مېډيكل آفيسر برېنډن مرفي له مخې په آسټراليا كښې تېره اونۍ د كورونا وائرس يوازې 38 كېسونه رامخې ته شوي وو. په دې كښې د نيمو نه زيات هغه كسان كورونا سره مخ شوي كوم چې د بهرنيو هېوادونو نه راغلي وو. دا مسافر د وړاندې نه په بېلا بېلو ځايونو كښې قرنطينه كړې شوي. د مېډيكل آفيسر تر مخه په هېواد كښې د لاك ډاٶن نه پس د كورونا وائرس په خپرېدو قابو موندلے شوے.