ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو مجموعی شميره 4 لاكهه 23 زره څخه زياته شوه

واشنګټن 12 جون (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو مجموعی شميره 4 لاكهه 23 زره څخه زياته شوې دغسې د ځپليو شميره 75لاكهه 98 زره ته رسيدلې ده۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د كورونا له امله تر ټولو زيات ځپلي هيواد امریكا كښې د مړو شميره 113,803 ته رسيدلې ده ۔ امریكا كښې د ځپلو شميره 20 لاكهه …

واشنګټن 12 جون (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو مجموعی شميره 4 لاكهه 23 زره څخه زياته شوې دغسې د ځپليو شميره 75لاكهه 98 زره ته رسيدلې ده۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د كورونا له امله تر ټولو زيات ځپلي هيواد امریكا كښې د مړو شميره 113,803 ته رسيدلې ده ۔ امریكا كښې د ځپلو شميره 20 لاكهه څخه زياته ده او دغسې يو لاكهه 13 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ برازیل د ځپليو شميرې په اعتبار سره په دويم لمبر دے دغسې برتانیه د مړو شميرې په اعتبار سره په دويم لمبر زيات ځپلے هيواد دے۔ برتانیه كښې د مړو شميره 41,364، برازیل كښې 40,919، اټاليا كښې 40,919، فرانس كښې 29,349، سپین كښې 27,136، میكسیكو كښې 15,944، بیلجیئم كښې 9,636، المان كښې 8,772، ایران كښې 8,584، هند كښې 8,102 او روس كښې 6,522 ده۔ بلخوا امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د تيرو 24 ساعتو په مهال نور 900 كسان مړه شوي ۔ د امریكې جانز هاپكنز يونېورسټۍ جاری شميرې له مخې امریكا كښې د كورونا له امله د مړو شميره 113803 ته رسيدلې ده۔ امریكه كښې د مصدقه ځپلو مجموعی شميره 20 لاكهه 22 زره څخه زياته شوې۔

مزید خبریں