طالبانو د امريكائي ځواكونو د افغانستان څخه د بشپړه وتلو شرطونه ترسره نه كړل ٬ امريكائي جنرال

واشنګټن ۔ 11 جون (اے پی پی) امریکائي جنرال فرانك مکینزی وئيلي دي د افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو په بشپړه توګه د وتلو حوالې سره طالبانو تر دې دمه ټول شرطونه ترسره كړي نه دي۔ د امريكا او طالبان ترمينځه د فرورۍ مياشت كښې دوحه كښې د شوي امن تړون له مخې پېنټاګون له تر مئي مياشتې افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو وتلو عمل بشپړ كول وو۔ امريكې په دې لړ كښې ځينې شرطونه اېښودلې وو۔ د یو اېس سېنټرل کمانډ مشر جنرال مکینزی د زيارت په ورځ خپل بيان كښې ووئيل د افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو په بشپړه توګه د وتلو حوالې سره طالبانو ټول شرطونه تر دې دمه ترسره كړي نه دي