هند كښې د كورونا وائرس لس زره نوې كېسونه رجسټرډ ٬ د مصدقه كېسونو شمېره 2 لكه 86 زره نه زياته شوه

نوې ډيلې ۔ 11 جون (اے پی پی) په هند كښې د كورونا وائرس 10 زره نوې كېسونه رجسټرډ شوي دي۔ دهندي چارواكو له مخې د زيارت په ورځ د كورونا نوې لس زره كېسونو رجسټرډ كېدو سره هند كښې د مصدقه كېسونو شمېره 2 لكه 86 زره نه زياته شوې ده۔ بيا هم د طبي پوهانو وېنا ده چی هند كښې د ځپليو حقيقي شمېره دې نه زياته ده۔ د دې باوجود د نرېندر مودي حكومت هېواد كښې لاك ډاؤن كښې نرمي كوي په كومه چې د هېواد يو شمېر حلقې ټكونه كوي