رياض 11 جون (اے پي پي) د سعودي ولي عهد٬ نائب وزيراعظماو د دفاع وزير شاهزاده محمد بن سلمان د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره په ټېليفون خبرې كړې دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د ټېلي فوني خبرو په مهال په سيمه ايزه او نړيواله وضعه او په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو د هلو ځلو جاج واخستې شو۔ د يادونې وړ ده چې انتونيو ګوټرېس په سيمه ايزه او نړيواله وضعه ولي عهد سره وخت په وخت د ټېلي فون د لارې سلا مشوره كوي۔ د عمومي سېكتر دا رابطه تېره ورځ په جده كښې د اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو د هنګامي وېډېو غونډې نه پس شوې ده۔