امريكا كښې د كورونا وائرس كېسونو شمېره د 20 لكو نه زياته شوه

واشنګټن ۔ 11 جون (اے پی پی) د تازه شمېرو له مخې امريكا كښې د كووېډ- 19 كېسونو شمېره د 20 لكو نه زياته شوې ده۔ امريكا كښې د دې نړيوالې وباﺀ مانيټر كوؤنكي پوهنتون له مخې لږ تر لږ 19 امريكائي رياستونو كښې د دې وائرس خپرېدو كښې زياتوالې نوټ كړے شوے۔ امريكا كښې د دې وائرس دلاسه د مړو شمېره 112 زره نه زياته شوې ده۔ د روئټرز …

واشنګټن ۔ 11 جون (اے پی پی) د تازه شمېرو له مخې امريكا كښې د كووېډ- 19 كېسونو شمېره د 20 لكو نه زياته شوې ده۔ امريكا كښې د دې نړيوالې وباﺀ مانيټر كوؤنكي پوهنتون له مخې لږ تر لږ 19 امريكائي رياستونو كښې د دې وائرس خپرېدو كښې زياتوالې نوټ كړے شوے۔ امريكا كښې د دې وائرس دلاسه د مړو شمېره 112 زره نه زياته شوې ده۔ د روئټرز شمېرو له مخې د دې وائرس له امله ګرده نړۍ كښې تر دې دمه لږ تر لږ 4 لكه 15 زره نه زيات كسان مړه شوي دي۔ د تېر كال دسمبر مياشت كښې چين كښې رامخې ته شوې دا وباﺀ تر دې دمه 210 هېوادونو ته رسېدلې ده۔ په المان كښې ددې وباﺀ دلاسه د ځپلې شويو شمېره 185 زره نه زياته شوې او ددې په نتيجه كښی د مړو شمېره 8 زره 755 ته رسېدلې ده۔ دغلته ددې رنځ نه 170 زره نه زيات كسان جوړ شوې هم دي

مزید خبریں