جنيوا 11 جون (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې دارې (ډبليو اېچ او)خبردارے وركړے چې دا ډېر كم شواهد دي د كومې نه چې دا درك لګي د موسم د بدلېدو به د مرګوني كرونا وائرس په خپرېدو اثر پرېوځي۔ د برتانيې د خپرونې ادارې له مخې د ډبليو اېچ او د اېمرجنسي پروګرام مشر مائيك ريان وئيلي دي چې مونږ داسې ډېټا نه لرو چې ترې دا درك ولګي …
د موسم د بدلېدو د كرونا وائرس په علاماتو هېڅ اثر نه دے شوے۔ ډبليو اېچ او

مزید خبریں
جنيوا 11 جون (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې دارې (ډبليو اېچ او)خبردارے وركړے چې دا ډېر كم شواهد دي د كومې نه چې دا درك لګي د موسم د بدلېدو به د مرګوني كرونا وائرس په خپرېدو اثر پرېوځي۔ د برتانيې د خپرونې ادارې له مخې د ډبليو اېچ او د اېمرجنسي پروګرام مشر مائيك ريان وئيلي دي چې مونږ داسې ډېټا نه لرو چې ترې دا درك ولګي چې د موسم بدلېدو سره به دا وائرس په زيات خطرناكه توګه خپور شي يا نه. دکرونا وائرس وبا خپرېدو په ابتدائي پړاٶ كښې څه داسې تجويزونه رامخې ته شوي ٶ چې كېدې شي چې ګرم موسم به د وباء خپرېدل كم كړي خو چې څنګه په سپرلي كښې په نيمه شمالي كره وائرس خپل اثر زيات كړو نو دا خيال ختم شو۔ مائيك ريان ووئيل خلقو سره به د حفاظتي سامان نشتوالې په نړيواله كچه يوه لويه مسئله وي۔ ده زياته كړه چې ځينې هېوادونه د صحت نظام په اړه ستونزو سره مخ دي او دوي په زيات فشار كښې دي







