د كال 1967م په جنګ كښې د اسرائيل په قبضه كښې په راغليو سيمو اسرائيلي رياست د خپلواكې قائمولو هېڅ حق نه لري

قاهره 11 جون (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ وئيلي دي چې د كال 1967م په جنګ كښې د اسرائيل په قبضه كښې په راغليو سيمو اسرائيلي رياست د خپلواكې قائمولو هېڅ حق نه لري، دا ټولې عرب سيمې د فلسطيني رياست برخه دي، اسلامي نړۍ او نړيواله ټولنه په دې د فلسطين خپلواكي تسليموي، د غرب اردن ځيې سيمې د صهيوني رياست د برخې ګرځولو …

قاهره 11 جون (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ وئيلي دي چې د كال 1967م په جنګ كښې د اسرائيل په قبضه كښې په راغليو سيمو اسرائيلي رياست د خپلواكې قائمولو هېڅ حق نه لري، دا ټولې عرب سيمې د فلسطيني رياست برخه دي، اسلامي نړۍ او نړيواله ټولنه په دې د فلسطين خپلواكي تسليموي، د غرب اردن ځيې سيمې د صهيوني رياست د برخې ګرځولو به سختې نتيجې راوځي. د او آئي سي لخوا په جاري شوي بيان كښې خبردارې وركړے شوے چې د دې سختو نتيجو ټوله ذمه واري به اسرائيل راځي. په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د فلسطين په زمكه د قبضې پلان مخ نيوي لپاره به ټول وسائل او سياسي او قانوني هڅې كولې شي. تېره ورځ د اسلامي مرستې تنظيم د اېګزېكټو كمېټې ورچول غونډه وشوه چې پكښې د غرب اردن په سيمو د اسرائيلي رياست د خپلواكې په اقداماتو او د دې په نتيجو خبرې وشوې. په غونډه كښې په سپينو ټكو ووئيل شول چې په غرب اردن د اسرائيلي رياست د غاصبانه او پراختيا قبضه هېڅ جواز نه لري

مزید خبریں