په امريكا كښې د پوليس په حراست كښې د وژلي شوي تور پوستي وګړي جارج فلائيډ وروستي رسومات ادا كړے شول

واشنګټن 10 جون (اے پي پي) په امريكا كښې د پوليس په حراست كښې د وژلي شوي تور پوستي وګړي جارج فلائيډ وروستي رسومات ادا كړے شوي او په دې موقع په هېواد كښې د نسلي امتيازي سلوك د خاتمې غوښتنې شوې. د خبر له مخې د جارج فلائيډ وروستي رسومات د ټېكساس ايالت د هيوسټن ښار په كليسا كښې ادا كړے شول. په دې موقع وېناګانې هم وشوې. د خلقو وېنا وه د جارج جرم دا ؤ چې هغه تور پوستے ؤ.