د افغانستان سمنګان ولايت كښې د سكرو درنګ كښې چاؤدنه ، 7 كسان مړه ، د مړو شمېرې زياتېدو اندېښنه

کابل ۔ 10 جون (اے پی پی) د افغانستان قطبي ولايت سمنګان كښې د سكرو درنګ كښې د چاؤدنې پېښې له امله 7 كسان مړه شوي۔ د مړو شمېرې زياتېدو اندېښنه ده۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د والي وياند صديقي عزيزي ووئيل تېره ورځ صوف اولسوالۍ كښې د سكرو يو درنګ كښې د ګاز جمع كېدو له امله چاؤدنه شوې چې په نتيجه كښی ئې 7 كسان مړه شوي د كومو مړي چې درنګ څخه راويستلې شوي او نور كسان راويستو له پلټنې روانې دي۔ ده ووئيل د مړو شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه ده