د چين انټرنېشنل سروس ټريډ نندارتون به ستمبر كښې كېږي

بيجنګ 10 جون (اے پي پي) د چين په پايه تخت بيجنګ كښې د ځائي حكومت د اطلاعات دفتر تر سېوري لاندې د شوې نيوز برېفنګ په مهال ووئېل شول سږ كال به د چين انټرنېشنل سروس ټريډ نندارتون په ستمبر كښې پېل كېږي۔ د بيجنګ د تجارتي بېورو مشر يان لي ګانګ د دې نندارتون كولو د طريقه كار معرفي كولو په مهال ووئيل په دې لړ كښې درې مجوزه طريقې شته۔ وړمبنۍ دا كه په نړيواله وبا په كوټلې توګه قابو وموندلے شو نو د دې تابيا به د ” آف لائن ” ضميمے په ډول وي۔ دوېمه دا كه په بهر هېوادونو كښې د وبائي رنځ مخ نيوي صورتحال ھغه وخت هم د تسلۍ وړ نه وي نو بيا به په يو وخت آن لائن او آف لائن نندارتون كولے شي۔ درېمه دا چې كه د هېواد او بهر هېوادونو كښې د وبائي رنځونو مخ نيوي صورتحال پرله پسې سنګين وي نو دا نندارتون به يوازې آن لائن كولې شي۔