ملګري ملتونه 10 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټريس وئيل دي د تېرو 50 كالو په مهال په نړيواله كچه د خوراك پېداوار كښې تر ډېره حده اضافه شوې ده خو په پراخه كچه د پېداوار ترلاسه كولو طريقو ھغه قدرتي وسائل زيات تباه كړي په كومو چې د غلې د پېداوار انحصار وي۔ د كال “2019 د کرونا وائرس د فوډ سکيورټي او نيوټرېشن اثراتو” په اړه د پاليسي بريفنګ په مهال ده ووئيل د شمېرو له مخې نړۍ كښې 82 كروړه خلق د خوراك ترلاسه كولو نه قاصر دي، او 2 اربه كسان غذائي كمي سره مخ دي، د 200 نه زيات رنځونه د خوراك د لارې خپرېږي۔ده ووئېل د غېر محفوظه خوراك له امله د لكهونو په شمېر خلق هر كال رنځونو سره مخ كېږي ان تر دې چې د ژوند نه لاس ووېنځي۔ ده ووئيل د نړۍ په دريو كښې يوه برخه خوراك خراب يا ضائع شوے او د آبادۍ پنځمې برخې څخه زيات ماشومان د غذائي كمې له امله جسماني وده نه كوي۔