سعودي٬ سږ كال د حج كوٶنكو شمېره په محدود ساتلو غور

رياض 10 جون (اے پي پي) د کرونا وائرس نړيوالې وبا له امله د سعودي چارواكي سږ كال د حج كوٶنكو شمېره په لږه ساتلو غور كوي۔ د سعودي حکومتي ذريعو له مخې سږ كال د حج كوٶنكو شميره لږه ساتلو له منصوبه جوړوو٬ په سپين ګيرو به بندېز وي او د حج اجازه به هم د صحت پحقله د اضافي چېكنګ نه پس وركولې شي۔ سږ كال په مارچ كښې سعودي په غېر ملكي پروازونو بندېز لګولے ٶ او د جمعې په ورځ په جده كښې د كرفيو بيا لګولو اعلان شوے۔ په كال 2019 كښې 19 مېليونه خلقو عمره او 26 لكه كسانو حج كړے ؤ۔