په ضرب عضب عملياتو كښې د فاټا بې كوره شوو له 3 اربه 67 كروړه 21 لكه روپې د كورونو معاوضه وركړې شوې

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) په ضرب عضب عملياتو كښې د فاټا بې كوره شوو له د كورونو معاوضې وركولو لړې روانه ده او تر اوسه د 14 زره 335 كورونو لپاره 3 اربه 67 كروړه 21 لكه 60 زره روپې وركړې شوې دي ۔ د فاټا آر آر يو چارواكو له مخې په قبائيلي سيمو كښې بې كوره شويو كسانو له د كورونو د معاوضې وركولو لړې …

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) په ضرب عضب عملياتو كښې د فاټا بې كوره شوو له د كورونو معاوضې وركولو لړې روانه ده او تر اوسه د 14 زره 335 كورونو لپاره 3 اربه 67 كروړه 21 لكه 60 زره روپې وركړې شوې دي ۔ د فاټا آر آر يو چارواكو له مخې په قبائيلي سيمو كښې بې كوره شويو كسانو له د كورونو د معاوضې وركولو لړې روانه ده او تراوسه په ځپليو سيمو كښې د 14 زره 335 كورونو معاوضه وركړې شوې په كومو كښې چې د درې زره 132 كورونه په بشپړه توګه تباه شوي او 11 زره 203 كورونه په جزوي توګه څپلي شوي۔ د چارواكو له مخې د ځپليو سيمو سروے روانه ده۔ په بشپړه توګه د تباه شويو كورونو له 4 لكه روپې او په جزوي توګه تباه شوو كورونو له يو لك 60 زره روپې وركولې شي۔ د چارواكو له مخې د سروے نه پس به ټولو ځپليو كورونو له معاوضه وركولې شي