مصر كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 35 زره څخه زياته شوه

قاهره 09 جون (اے پی پی) مصر كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 35 زره څخه زياته شوې۔ د نهې په ورځ عرب میډیا رپورټس له مخې د مصر روغتيا وزارت وئيلي دي هيواد كښې د كورونا وائرس ځپليو كسانو شميره 35 زره 444 ته رسيدلې ۔ د روغتيا وزارت وياند يو بيان كښې ووئيل هيواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 1271 كسان مړه شوي