وزیر اعظم محمد نواز شریف د پنجاب ګورنر سره د ھغه د خورئي په مړينه خواشيني وښودله

لاهور 08 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم محمد نواز شریف د شورو په ورځ په ګورنر هاٶس لاهور كښې د پنجاب ګورنر ملك محمد رفیق رجوانه سره د ھغه د زلمي خورئي ملك الياس رجوانه په مړينه خواشيني ښودلې۔ وزيراعظم دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ وزیراعظم ووئيل چې ملك الياس رجوانه …

لاهور 08 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم محمد نواز شریف د شورو په ورځ په ګورنر هاٶس لاهور كښې د پنجاب ګورنر ملك محمد رفیق رجوانه سره د ھغه د زلمي خورئي ملك الياس رجوانه په مړينه خواشيني ښودلې۔ وزيراعظم دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ وزیراعظم ووئيل چې ملك الياس رجوانه د سوئيلي پنجاب د مسلم ليګ (ن) فعاله غړے ٶ۔ په دې موقع د پنجاب اعلٰې وزير محمد شهباز شریف ، وفاقي وزيران اسحاق ډار ٬ چوهدري نثار علي خان شاهد خاقان عباسي ٬ خواجه سعد رفیق٬ احسن اقبال٬ شیخ آفتاب ٬ سناتور سعود مجید٬ د وزیراعظم د سياسي چارو سېكتر آصف كرماني او د قانون صوبائي وزير رانا ثناء اللہ هم موجود وو۔