د ټېنس نوموړے لوبغاړے اېنډي مرے به په فرنچ اوپن ټېنس جام كښې ګډون كوي

لندن 09 جون (اے پي پي) د برتانيې د ټېنس نوموړے لوبغاړې اېنډي مرے به په فرنچ اوپن ټېنس جام كښې ګډون كوي۔ خپل يو بيان كښې مرے ووئيل زه په بشپړه توګه فټ يم او د ټېنس لوبې د بيا پېل كېدو په انتظار يم۔ ده ووئيل په اوسنۍ وضعه كښې كه د پلاننګ له مخې ټورنمنټ وكړے شي نو دا به د خېرانتيا خبره وي۔ د يادونې وړ ده ټېنس د كرونا وباء له امله په 12م مارچ معطل كړے شوے ٶ۔