شمالی كوریا د جنوبی كوریا سره د ټولو مواصلاتي رابطو ختمولو اعلان

پیانګ یانګ 09 جون (اے پی پی) شمالی كوریا د خپل ګاونډي هيواد جنوبی كوریا سره د ټولو مواصلاتی رابطو د ختمولو اعلان كړے ۔د شمالی كوریا خبر رسنې ادارې له مخې ګاونډي هيواد جنوبی كوریا سره د ټولو اړېكو ختمولو په اړه دا وړومبنے ګام دے۔يوه اونۍ وړاندې د شمالی كوریا لیډر كم جونګ اْن جنوبی كوریا سره د پوځي لوظنامولو ختمولو دهړكه وركړې وه۔