اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د پوځي عدالتونو موده پراخا كولو په اړه د پارلماني لارښودو مشاورتي غونډه د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔غونډه كښې د وفاقي وزيرانو اسحاق ډار او زاهد حامد پشمول شاه محمود قرېشي٬اعجاز كهراني٬آفتاب احمد خان شېرپاؤ٬اعجاز الحق او نورو ګډون وكړو۔د غونډې نه پس سردار اياز صادق د ابلاغ ذريعو ته …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د پوځي عدالتونو موده پراخا كولو په اړه د پارلماني لارښودو مشاورتي غونډه
اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د پوځي عدالتونو موده پراخا كولو په اړه د پارلماني لارښودو مشاورتي غونډه د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔غونډه كښې د وفاقي وزيرانو اسحاق ډار او زاهد حامد پشمول شاه محمود قرېشي٬اعجاز كهراني٬آفتاب احمد خان شېرپاؤ٬اعجاز الحق او نورو ګډون وكړو۔د غونډې نه پس سردار اياز صادق د ابلاغ ذريعو ته ووئيل نن غونډه كښې پیشرفت شوې او په 16 فرورۍ به بيا غونډه كېږي كومه چې حتمي غونډه كېدې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د نن پوښتنو ځوابونو څخه مطمئن يو۔ د پوځي عدالتونو موده پراخا كولو په اړه حتمي پريكړې لپاره وزيراعظم د ټولو سياسي او عسكري مشرانو له د وړاندې غوندې اوس هم بلنه وركړي۔اعجاز جاكهراني ووئيل مونږ د پوځي عدالتونو د ملاتړ يا مخالفت پريكړه ننۍ غونډه كښې نه ده كړې مونږ چې كومه هم پريكړه كوو د ګوند په مشاورت به كوو۔اعجاز الحق ووئيل د ترهه ګرو بايد پوځي عدالتونو كښې ټرائل وكړې شي۔د ترهه ګرو ختمولو له د پوځي عدالتونو موده پراخا كول د ټول هېواد په ګټھ كښې ده۔











