هند كښې د كورونا 9983 نور كيسونه رامخې ته شول٬ د مړو شميره 7 زره څخه زياته شوه

نوې ډيلې 08 جون (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس كیسونو كښې تر تشویشناك حد زياتوالے كيږي، د تيرو 24 ساعتو په مهال هيواد كښې 9983 نوي كيسونه رامخې ته شوي دغسې په دې مهال نور 206 كسان مړه شوي۔ د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخې هند كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 7 زره څخه زياته شوې۔ د هند د روغتيا …

نوې ډيلې 08 جون (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس كیسونو كښې تر تشویشناك حد زياتوالے كيږي، د تيرو 24 ساعتو په مهال هيواد كښې 9983 نوي كيسونه رامخې ته شوي دغسې په دې مهال نور 206 كسان مړه شوي۔ د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخې هند كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 7 زره څخه زياته شوې۔ د هند د روغتيا وزارت جاري شميرې له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 258090 ته رسيدلې ده دغسې په هيواد كښې د دې وبا له امله تر اوسه 7207 كسان مړه شوي۔ دا مهال د كورونا وائرس زیاتره فعاله كیسونه مهاراشټر كښې ورمخي ته دي چرته چې د تيرو 24 ساعتو په مهال په ریاست كښې 3007 نوي كیسونه درج شوي او 91 كسان مړه شوي۔ ریاست كښې د وبا له امله د ځپليو كسانو مجموعی شميره 85975 ده۔ مهاراشټر كښې د وائرس له امله د مړو شميره 3060 څخه زياته شوې ده

مزید خبریں