د پاكستان او آسيائي پرمختيائي بانك ترمينځه د خېبرپښتونخوا او پنجاب آف ګرډ سيمو كښې د شمسي توان او پن برېښنا آسانيو وركولو لوظ نامه

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د پاكستان او آسيائي پرمختيائي بانك ترمينځه د خېبرپښتونخوا او پنجاب آف ګرډ سيمو كښې د شمسي توان او پن برېښنا آسانيو وركولو لپاره د 32 كروړه 50 لكه ډالره قرض او تكنيكي مرستې لوظ نامه لاس ليك شوې ده ۔د منصوبې ترمخه د خېبرپښتونخوا پھ آف ګرډ ځايونو به زر مائيكرو هائېډرو پاور پلانټس لګولې شي۔د اقتصادي چارو ډويژن اېډېشنل سېكتر انجمن …

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د پاكستان او آسيائي پرمختيائي بانك ترمينځه د خېبرپښتونخوا او پنجاب آف ګرډ سيمو كښې د شمسي توان او پن برېښنا آسانيو وركولو لپاره د 32 كروړه 50 لكه ډالره قرض او تكنيكي مرستې لوظ نامه لاس ليك شوې ده ۔د منصوبې ترمخه د خېبرپښتونخوا پھ آف ګرډ ځايونو به زر مائيكرو هائېډرو پاور پلانټس لګولې شي۔د اقتصادي چارو ډويژن اېډېشنل سېكتر انجمن اسد امين او د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر ورنر اي لپيك لوظ نامه لاس ليك كړې ۔په دې مهال د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار هم موجود ؤه۔د لوظ نامې ترمخه آسيائي پرمختيائي بانك به د خېبرپښتونخوا او پنجاب په آف ګرډ سيمو كښې د شمسي توان تنصيباتو لپاره مرسته كوي چې ورسره به د پاكستان د انرجي سېكورټي زياتولو قامي مقصد ترلاسه كولو له مرسته ترلاسه شي۔ اسحاقف ډار ووئېل په دې پروګرام به په پنځو كلونو 2017-2021 كښې عمل كولې شي۔په دې مهال په خپلو خبرو كښې سناتور اسحاق ډار ووئيل د دې منصوبې ترمخه به د خېبرپښتونخوا په آف ګرډ ځايونو به يو زر مائيكرو هائېډرو پاور پلانټس لګولې شي او 8187 سكولونو او د روغتيا مركزونو له به د شمسي توان آسانۍ وركولې شي٬ ده ووئېل پنجاب كښې به 17400 سكولونو او د روغتيا مركزونو ته د شمسي توان آسانۍ وركولې شي٬په دې كښې 30 فيصده د انجونو سكولونه او بهاولپور پوهنتون هم شامل دے۔ده ووئيل د نړيوالو مالياتي ادارو د لارې د هېواد پياوړتيا له هڅې روانې دي۔په دې مهال د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر دا لوظ نامه خوشبينه ګرځولو سره ووئيل اے ډي پي به پاكستان سره مرسته روانه ساتي۔