وزيراعظم عمران خان د بلوچستان وزيراعليٰ جام کمال خان سره ملاقات كښې خبرې
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د بلوچستان اولس خېرښګرې او د صوبې سماجي او معاشي پرمختګ ته اول پام لرنه كوو٬ دې لپاره به د صوبائي حكومت هر ډٶل ممكنه مرسته كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د زيارت په ورځ د بلوچستان وزيراعليٰ جام کمال خان سره ملاقات كښې كړي ۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزيهر زبېدہ جلال، د قامي اسمبلۍ غړي سردار اسرار خان ترين، خالد مګسي، سېنېټرز انوارالحق، احمد خان او تاج اپرېدي هم موجود وٶ۔ د ملاقات په مهال د صوبې په مجموعي صورتحال او په خاص توګه د كرونا وائرس مخ نيوي په اقداماتو٬ صوبه كښې په روانو پرمختيائي منصوبو او په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د بلوچستان اولس خېرښګرې او د صوبې سماجي او معاشي پرمختګ ته اول پام لرنه كوو او دې لپاره به د صوبائي حكومت هر ډٶل ممكنه مرسته كولې شي