د پاك بحريه د وړومبې ملجم كلاس بېړۍ جوړولو كار په تركيه كښې پېل شو. د پاك بحريه وياند

اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د پاك بحريه د وړومبې ملجم كلاس بېړې جوړولو كار په تركيه كښې پېل شوے ۔ د بېړې جوړولو د پرانستې دستوره د استنبول په نيول يارډ شپ كښې وشوه. د پاك بحريه وياند له مخې په تركيه كښې د پاك بحريه چيف نېول اوورسيز كموډور سيد رضوان خالد د دستورې خاص مېلمه ؤ۔ د ټرانسفر آف ټېكنالوجي د لوظنامې له مخې په جوړېدونكو څلور بېړيو كښې به دوه د كراچې په شپ يارډ كښې جوړولې شي.