په سوريه كښې د مذاكراتو د ملاتړ كوونكو هېوادونو پلاوي به د مئي په 17مه نېټه په ويانا كښې رايوځائ كېږي۔ د امريكې خارجه وزير

لندن11 مئي (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير جان كېري وئيلي دي چې په سوريه كښې د مذاكراتو د ملاتړ كوونكو هېوادونو پلاوي به د مئي په 17مه نېټه په ويانا كښې رايوځائ كېږي۔ د المانې مېډيا له مخې په لندن كښې خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې جان كېري ووئيل چې په دې غونډه كښې به د 17 هېوادونو استازي ګډون كوي۔