اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شرين مزاري وئيلي دي په كور كښې د كار كونكې لږ عمره ملازمې زهره شاه سره د زياتي او قتل په كېس كښې د بشري حقونو وزارت پوليس سره په تماس كښې دے. د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ډاكټر شېرين مزاري ووئيل زمونږ وكيل د دې مقدمې پېروي كوي او په دې مقدمه كښې شامل خاوند او ښځه د څلورو ورځو په ريمانډ دي.