اسلام آباد 06 فروری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي كراچۍ كښې امن لپاره دې ټولې ډلې د ځان سره روانې كړې شي ۔دا خبره اولس مشر ممنون حسېن د سندھ ګورنر محمد زبير عمر سره د ملاقات پھ مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ پھ دې مهال اولس مشر د سندھ ګورنر ته د منصب په سنبهالولو مباركي وركړه او هيله يې ولرله چې زبير عمر به خپلې …
اولس مشر ممنون حسېن سره د سندھ ګورنر محمد زبير عمر وليدل
اسلام آباد 06 فروری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي كراچۍ كښې امن لپاره دې ټولې ډلې د ځان سره روانې كړې شي ۔دا خبره اولس مشر ممنون حسېن د سندھ ګورنر محمد زبير عمر سره د ملاقات پھ مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ پھ دې مهال اولس مشر د سندھ ګورنر ته د منصب په سنبهالولو مباركي وركړه او هيله يې ولرله چې زبير عمر به خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كوي۔ده ووئيل كراچۍ كښې امن په راوستو له اوسني حكومت مهم ګامونه پورته كړي چې مثبتې نتيجې يې رامخې ته شوي۔ده ووئيل حكومت به كراچۍ كښې امن لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔پھ دې موقع د سندھ ګورنر محمد زبير د اولس مشر مننه وكړه او وې وئېل كراچۍ او سندھ كښې به د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره بشپړه كردار تر سره كوو۔











