واشنګټن 03 جون (اے پي پي) امريکا كښې د پوليس په تحويل كښې د سياه فام جارج فلائيډ وژلې كېدو نه پس د تور پوستو كسانو سره د پوليس د امتيازي رويې په ضد پېل شوې مظاهرې په اتمه ورځ هم روانې وې او د مظاهرچيانو دائره تر يو شمېر ښارونو خپره شوې۔ د ميډيا ذريعو له مخې په دې مظاهرو كښې د تشدد د پېښو نه پس په څلوېښتو ښارونو كښې كرفيو نافذ كړې شوې