نيويارك 03 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انيونيو ګوتېرس موقف دا دے چې د هند او پاكستان ترمېنځه د تاو تريخوالي ممكنه اضافې سوب جوړېدونكو اقداماتو څخه دې ډډه وكړے شي۔ دا خبره د ھغه وياند د هند لخوا د كنټرول لائن د بيا بيا خلاف ورزيو په اړه د پوښتلې شوو پوښتنو په ځواب كښې كړې۔ په نيويارك كښې د ورچوئل نيوز بريفنګ په مهال وياند سټيفن دجارك د اے پي پي د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د عمومي سېكتر بنيادي پېغام تل او هرې ډلې لپاره دا دے چې ھغوي د تاو تريخوالي د زياتي په اړه د هر ډول اقدام نه ډډه وكړي۔