افغان اولس مشر اشرف غني په هېواد كښې د بدعنوانې په ضد د كمپائن په چلولو ټينګار وكړو

كابل 03 جون (اے پي پي) افغان اولس مشر اشرف غني په هېواد كښې د بدعنوانې په ضد د كمپائن په چلولو ټينګار كړے. د آريا نيوز راپور له مخې د افغان اولس مشر محمد اشرف غني په مشرې كښې د افغان كابينې آن لائن غونډه وشوه. د غونډې په مهال افغان اولس مشر اشرف غني د افغانستان په ټولو چارواكو او واليانو په سركاري ادارو كښې د كرپشن په ختمولو ټينګار كړے.