د كورونا وائرس وبا د المان پوځ د افغانستان نه په وتلو مجبور كړے

كابل 03 جون (اے پي پي) د كورونا وائرس وبا د المان پوځ د افغانستان نه په وتلو مجبور كړے. د تسنيم خبري اژانس له مخې د المان څلور عسكر كوم چې د كابل په هوائي اډه كښې قرنطينه وو، تېره ورځ د بلخ ولايت څخه المان ته تللي. د دې څخه وړاندې المان وئيلي وو په افغانستان كښې ئې عسكر كورونا وائرس سره مخ شوي. د خبر له مخې د المان نه علاوه د امريكې او ناټو د سلګونو په شمېر عسكر په افغانستان كښې كورونا سره مخ دي.